Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د بعل ټول پېغمبران، د هغۀ ټول عبادت کوونکى او ټول اِمامان راغونډ کړئ. هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى، زۀ بعل ته يوه لويه قربانى پېش کوم او چې څوک هم حاضر نۀ شى نو هغه به وژلے شى.“ خو د ياهُو مطلب دا وو چې داسې به د بعل عبادت کوونکى ووژنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:19
11 Iomraidhean Croise  

اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“


نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


ياهُو د سامريه ټول خلق راغونډ کړل او ورته يې ووئيل، ”اخى‌اب بادشاه د بعل بُت لږ شان خِدمت کړے دے، خو زۀ به يې د هغۀ نه هم زيات خِدمت وکړم.


اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“


تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟


څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.


خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.


مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.


ځکه دا دعوت چې مونږ ورکوو دا د غلط يا ناپاک نيت نه نۀ دے او نۀ مونږ ستاسو د دوکه کولو کوشش کوُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan