17 کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخىاب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.
نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
د اخىاب مکمل خاندان او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په خاندان کښې هر يو نارينه ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.
کله چې ياهُو د اخىاب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.