Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:15
20 Iomraidhean Croise  

بل سحر وختى لابن خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړل او په مخه ښه يې ورته ووئيل او واپس کور ته روان شو.


يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو.


بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه،


د بِن‌حدد آفسران د يوې ښې خبرې په طمع وُو او چې کله اخى‌اب ووئيل چې ”ورور“ نو هغوئ فوراً پوهه شول او وې وئيل، ”لکه څنګه چې تا ووئيل، بِن‌حدد ستا ورور دے.“ نو اخى‌اب حُکم وکړو، ”هغه ما له راولئ.“ کله چې بِن‌حدد راورسېدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل چې د هغۀ سره په جنګى ګاډۍ کښې سور شى.


هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى خاندان د نورو کسانو درناوے وکړُو.“


ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ.“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول.


او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.


هغوئ دا قسم وکړو چې خپلو ښځو له به طلاق ورکړى او د خپلو د ګناه د تاوان د نذرانو دپاره يې د يو يو ګډ نذرانه پېش کړه.


د بيت‌هکرم ضِلعې حکمران د ريکاب زوئ مُلکياه د ګند دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ دروازې په خپلو ځايونو باندې ولګولې او د دروازې تالا کولو دپاره يې په کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول.


څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟


”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“


هغۀ د لوظ په ماتولو سره د قسم سپکاوے وکړو، ځکه چې هغۀ د لوظ دپاره خپل لاس ورکړو او اوس يې دا ټول کارونه وکړل نو هغه به بچ نۀ شى.


هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“


او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.


زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه زما په شان د شريعت نه آزاد کړئ ځکه چې زۀ هم ستاسو په شان جوړ شوے يم. تاسو ما سره کوم خراب سلوک نۀ دے کړے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan