دوېم بادشاهان 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ.“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. Faic an caibideil |
ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.