12 ياهُو سامريه ته روان شو. په لار کښې، د هغه ځائ سره چې نوم يې ”د شپانو ځائ“ وو،
بيا ياهُو د اخىاب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى خاندان د نورو کسانو درناوے وکړُو.“
ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ.“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
کله چې ياهُو د اخىاب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل.