Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بيا ياهُو د اخى‌اب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:11
25 Iomraidhean Croise  

نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.


څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشته‌دار او نران دوستان يې ووژل.


اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“


الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.


ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.


”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“


نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“


ياهُو سامريه ته روان شو. په لار کښې، د هغه ځائ سره چې نوم يې ”د شپانو ځائ“ وو،


هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.


تۀ به د خپل نېک د اخى‌اب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو.


زۀ به د هغۀ د خاندان سره هم هغه شان سلوک وکړم لکه څنګه سلوک مې چې د اِسرائيل د بادشاهانو د نباط زوئ يربعام او د اخياه زوئ بعشا سره کړے وو.


خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.


کله چې ياهُو د اخى‌اب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل.


د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے.


په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.


خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.


څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


يزرعيل، يقدِعام، زنوح،


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan