دوېم بادشاهان 10:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخىاب د خاندان په حقله بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کيږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کيږى.“ Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“