Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 10:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه په ښار کښې اوسېدل. ياهُو يو خط وليکلو او د ښار حکمرانانو، د ښار مشرانو او د اخى‌اب د اولاد مشرانو له يې د دې نقلونه ولېږل. په خط کښې دا وئيلى شوى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 10:1
14 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“


او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو.


عُمرى مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخى‌اب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“


يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“


اخزياه ولټولے شو او هغه په سامريه کښې پټ وو او هلته پېدا شو. هغوئ هغه ياهُو ته بوتلو او وې وژلو. خو هغوئ د هغۀ لاش د هغۀ نيکۀ يهوسفط بادشاه د عزت په وجه ښخ کړو، ځکه يهوسفط د مالِک خُدائ د خِدمت دپاره هر څۀ کړى وُو. نو د اخزياه د خاندان داسې يو کس هم پاتې نۀ شو چې هغۀ بادشاهى کړے وے.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.


هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


يزرعيل، يقدِعام، زنوح،


د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.


د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،


د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan