8 هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“
د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخىاب نه وړاندې منډې وهلې.
بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه سړے څنګه ښکارېدو؟“
په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.
په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.
نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.
د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.
هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“
او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“