Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 1:2
25 Iomraidhean Croise  

زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے.


هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“


خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخى‌اب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخى‌اب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“


نو د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ اخزياه بادشاه شو.


او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعل‌زبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“


خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟


هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“


هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.


افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟


زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.


مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.


اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.


زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.


او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.


د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.


هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“


خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“


يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.


سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنى‌اېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو،


چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى.


د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“


نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan