دوېم بادشاهان 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعلزبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“ Faic an caibideil |
هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعلزبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“
نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.