مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.
خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.