14 هغه نور دوه آفسران او د هغوئ سړى په آسمانى اور باندې وژلے شوى دى، خو په ما باندې رحم وکړه.“
بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه.
د مالِک خُدائ فرښتې الياس ته وفرمائيل، ”هغۀ سره لاړ شه او يرېږه مه.“ نو الياس د هغه آفسر سره بادشاه له لاړو
د مالِک خُدائ په نظر کښې د هغۀ د مقدسينو مرګ ډېر اهم دے.
د ژوندون قيمت بېبها دے، د ژوندون دپاره هيڅ قيمت پوره نۀ دے.
هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى، د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى.
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“
لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“