Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم بادشاهان 1:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راکوز شى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم بادشاهان 1:12
6 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.


بادشاه د پنځوسو سړو سره يو بل آفسر ورولېږلو چې هغه وروختلو او الياس ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، بادشاه تا له حُکم درکوى چې فوراً لاندې راکوز شه.“


بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه.


هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“


نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan