1 د اِسرائيل بادشاه اخىاب د مرګ نه پس، د موآب مُلک د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو.
بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.
د يهورام په بادشاهۍ کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې جوړ کړو.
نو د يهوداه ادوم تر اوسه پورې آزاد دے. هم په دې دوران کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو.
هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“
دا به په اوبو مَړې شى او د هغوئ اولاد به لکه د زياتو اوبو په شان وى. د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى، او د هغۀ بادشاهى به اوچته وى.