Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم يوحنا 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم يوحنا 1:7
8 Iomraidhean Croise  

نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


زۀ دا خبرې تاسو ته د هغه چا په باب کښې ليکم څوک چې ستاسو د دوکه کولو کوشش کوى.


نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.


او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan