Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم يوحنا 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم يوحنا 1:6
14 Iomraidhean Croise  

کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.


څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“


عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.


کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.


تاسو چې اول نه څۀ اورېدلى دى، هغه په خپلو زړُونو کښې وساتئ. او څۀ چې تاسو د اول نه اورېدلى دى، کۀ هغه تاسو کښې وى نو تاسو به په خپله هم په زوئ او پلار دواړو کښې پاتې شئ.


خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.


ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے.


او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.


ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.


اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan