Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم يوحنا 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم يوحنا 1:10
14 Iomraidhean Croise  

نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه.


خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”زۀ تا سره واپس نۀ شم تلے او نۀ په دې ځائ کښې تا سره روټۍ خوړے شم او نۀ اوبۀ څښلے شم،


هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“


او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.


څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.


خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.


او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى.


اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے.


د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بې‌اتفاقى جوړوى.


ځکه چې هر څوک چې هغۀ ته هرکلے وائى، د هغۀ په بدو کارونو کښې شريک دے.


نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan