3 خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بېمقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده.
ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.
زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم.
د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى.
ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.