زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
نو زۀ په دې باب کښې تاسو ته زما نصيحت کوم چې ستاسو دپاره به دا ښۀ وى، چې هغه کار تر سره کړئ کوم چې مو يو کال مخکښې شروع کړے وو. تير کال تاسو په ورکړه کښې د ټولو نه اول وئ، او دا هم تاسو وئ چې دا کار مو اول شروع کړو.