22 او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى.
نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى.
کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى.