Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 8:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 8:21
19 Iomraidhean Croise  

او هغۀ وفرمائيل، ”دا بيا وکړئ،“ نو هغوئ بيا داسې وکړل. هغۀ بيا وفرمائيل چې داسې يو ځل بيا وکړئ، نو هغوئ په درېم ځل هم داسې وکړل.


نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.


دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى.


او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.


”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته.


ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.


د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.


څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.


ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.


مونږ په شريکه د دې لوئې هديې د ساتلو خِدمت کوُو د دې دپاره چې په مونږ څوک هم څۀ قسم اِلزام ونۀ لګوى.


او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى.


نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.


نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.


په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.


نو هغه ورسره هلته اوده وه او د چرګ د بانګ نه مخکښې پاڅېده چې څوک يې ونۀ وينى، ځکه چې بوعز نۀ غوښتل چې چا ته دا پته ولګى چې د هغې شپه هلته وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan