20 مونږ په شريکه د دې لوئې هديې د ساتلو خِدمت کوُو د دې دپاره چې په مونږ څوک هم څۀ قسم اِلزام ونۀ لګوى.
ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى.
او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى.
خو زۀ به خپل کار لکه د مخکښې په شان جارى ساتم. زما دا کار به هغه خلق د دې نه منع کړى چې څوک چې د دې موقعې پسې ګرځى چې په خپلو کارونو زمونږ د خِدمت په شان فخر وکړى.
او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.
نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى.
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.