2 د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.
يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.
دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى.
نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ستاسو د خلقو نه به هيڅ څوک هم غريب نۀ وى،
او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،
اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.