Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 8:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درلېږُو څوک چې په ټولو جماعتونو کښې د زيرى د پېغام ورکولو دپاره مشهور دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 8:18
8 Iomraidhean Croise  

هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېر‌يهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.


او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى.


په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.


خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.


ما تيطوس ته مِنت وکړو چې هغه لاړ شى او هغۀ سره مې يو ورور درولېږلو، خو تيطوس ولې تاسو سره دوکه ونۀ کړه څۀ؟ ولې مونږ دواړه په يو روح کښې نۀ يُو؟ ولې مونږ د يو بل په نقش قدم نۀ يُو روان څۀ؟


کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،


او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan