17 ځکه چې هغۀ نۀ تش زمونږ خواست ومنلو بلکې هغه د مخکښې نه د زياتې سرګرمۍ سره په خپله مرضۍ تاسو ته درروان دے.
ما تيطوس ته مِنت وکړو چې هغه لاړ شى او هغۀ سره مې يو ورور درولېږلو، خو تيطوس ولې تاسو سره دوکه ونۀ کړه څۀ؟ ولې مونږ دواړه په يو روح کښې نۀ يُو؟ ولې مونږ د يو بل په نقش قدم نۀ يُو روان څۀ؟
نو زۀ په دې باب کښې تاسو ته زما نصيحت کوم چې ستاسو دپاره به دا ښۀ وى، چې هغه کار تر سره کړئ کوم چې مو يو کال مخکښې شروع کړے وو. تير کال تاسو په ورکړه کښې د ټولو نه اول وئ، او دا هم تاسو وئ چې دا کار مو اول شروع کړو.
د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى.
زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم.
اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.