15 لکه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه.“
چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.