13 زما مطلب دا نۀ دے چې د نورو بوج دې کم شى او ستاسو دې زيات شى، بلکې په کار دے چې دا برابر وى.
په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو،
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
دې وخت تاسو سره زيات څۀ دى دا به د هغوئ ضرورت پوره کړى، او کله چې د هغوئ سره زيات شى، نو هغوئ به ستاسو ضرورت پوره کړى، او دغه شان به تاسو کښې برابرے قائم وى.