12 ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل چې زما د نوم د درناوى دپاره د يو کور جوړولو په غوښتلو کښې تۀ په حقه يې،
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.
د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل.
ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.
مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ،
وفادارى د انسان ښائست دے. يو غريب د دروغژن نه بهتر دے.
او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې.
بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې.
کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى.
نو اوس دا کار پوره هم کړئ. لکه څنګه چې تاسو اراده کښې چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق يې پوره هم کړئ.
زما مطلب دا نۀ دے چې د نورو بوج دې کم شى او ستاسو دې زيات شى، بلکې په کار دے چې دا برابر وى.
او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.
تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.
تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.