11 نو اوس دا کار پوره هم کړئ. لکه څنګه چې تاسو اراده کښې چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق يې پوره هم کړئ.
”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.
ځکه زۀ دا ګواهى ورکوم چې هغوئ د خپل وس په مطابق نه، بلکې د خپل وس نه يې هم زيات په خپله خوښه ورکړل.
ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.