8 کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم.
دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.
خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول.
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بېګناه يئ.
نو اګر چې ما تاسو ته وليکل، خو د دې مقصد دا نۀ وو چې څوک غلط کارونه کوى د هغوئ په حقله وليکم يا چا سره چې غلط کارونه کيږى د هغوئ په حقله وليکم، نه، بلکې د دې مقصد دا وو چې د مالِک خُدائ په وړاندې په تاسو ظاهره شى چې تاسو زمونږ دپاره څومره سرګرم يئ.
خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،
او نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکې د هغۀ په هغه تسلۍ چې تاسو هغۀ له ورکړې وه، څنګه چې هغۀ مونږ ته ستاسو د خواهش، ستاسو د خفګان او ما دپاره ستاسو د ليوالتيا ووئيل نو زۀ نور هم زيات خوشحاله شوم.
خو اوس زۀ په دې خبره خوشحاله يم، نۀ چې ستاسو په غم بلکې په دې چې ستاسو خفګان تاسو توبه ګار کړئ. ځکه چې دا غمژن کېدل د خُدائ پاک د خوا نه وو، دا ځکه چې تاسو ته زمونږ د طرف نه څۀ نقصان نۀ وو رسېدلے.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.