6 خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.
نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.
او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ،
په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه.
ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.
او نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکې د هغۀ په هغه تسلۍ چې تاسو هغۀ له ورکړې وه، څنګه چې هغۀ مونږ ته ستاسو د خواهش، ستاسو د خفګان او ما دپاره ستاسو د ليوالتيا ووئيل نو زۀ نور هم زيات خوشحاله شوم.
نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى،
نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،