4 زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم.
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى،
زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم.
خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو.
هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.
ځکه کۀ زۀ په هغه اختيار څۀ لږ فخر کوم چې ستاسو د جوړولو دپاره ما ته مالِک راکړے دے، نه چې ستاسو د ورانولو دپاره، نو زۀ په داسې کولو پښېمانه نۀ يم.
زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بېوقوف په طور وايم.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.
نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،
ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.
نو په دې وجه خپله مينه ورته ثابته کړى چې ټول جماعتونه دا ووينى چې مونږ په تاسو بېځايه فخر نۀ کوُو.
او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بېيرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى.
خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟
خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بېعزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.
په دې وجه مونږ په خپله د خُدائ پاک په جماعتونو کښې په تاسو فخر کوُو، د هغه ظلم او تکليفونو دپاره چې تاسو يې زغمئ په هغو ټولو کښې ستاسو قائموالے او ايمان ظاهريږى.
اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.
اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ.