9 کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه.
ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے.
خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.“
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم.
خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.
دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.
نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.