زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.
نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.