او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.