3 مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،
خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“
خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى.
دلته صرف دا خطره نۀ ده چې زمونږ کاروبار به بېقدره شى بلکې د ارتِميسې زيارت به هيڅ څيز هم ونۀ ګڼلے شى او د لوئ خُدائ ارتِميس هغه شان او شوکت به ختم شى چې ټولې آسيه او دُنيا به يې عبادت کولو.“
نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.
چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.
زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
مونږ په شريکه د دې لوئې هديې د ساتلو خِدمت کوُو د دې دپاره چې په مونږ څوک هم څۀ قسم اِلزام ونۀ لګوى.