2 ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.
خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره، په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.
هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“
او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.
په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
نو بيا خُدائ پاک د دې آرام دپاره يوه خاص ورځ مقرره کړه او د دومره مودې نه پس هغۀ ورته د داؤد په کِتاب کښې ”د نن ورځ“ وفرمائيل، لکه څنګه چې هغۀ مخکښې فرمائيلى وُو، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو بيا خپل زړونه مۀ سختوئ.“