زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.
”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.