Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زمونږ په مينه کښې څۀ کمے نشته خو ستاسو په زړونو کښې شته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 6:12
9 Iomraidhean Croise  

ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.


کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.


څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بې‌معنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.


اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟


خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.


مونږ د هرې خوا نه په مصيبتونو کښې راګېر يُو خو تباه کيږُو نه، مونږ خو پرېشانه کيږُو خو نا اُميده کيږُو نه،


مونږ ته په خپلو زړونو کښې ځائ راکړئ. مونږ د هيچا سره بد نۀ دى کړى، مونږ څوک نۀ دى بې‌لارې کړى، نۀ مو چا سره دوکه کړې ده.


خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم.


کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan