9 نو کۀ مونږ په دې بدن کښې يُو او يا نۀ يُو، خو زمونږ مقصد صرف د مالِک خوشحالول دى.
کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“
نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.
څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.
ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.
او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
نو مونږ همېشه په دې ډاډه يُو اګر کۀ مونږ ته پته ده چې ترڅو چې مونږ د دې بدن په کور کښې يُو نو تر هغې د مالِک په کور کښې نۀ يُو.
آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.
د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.
لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.
مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.
نو چې مونږ ته داسې بادشاهى ملاوېدونکې ده چې هغه نۀ خوځېدونکې ده، نو راځئ چې شُکر ګزارى او په احترام او يرې سره خُدائ پاک ته خوښ عبادت وکړو.
نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.