4 مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو،
مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو،
کۀ په حقيقت کښې کله مونږ په دې کښې داخل شو نو مونږ به بربنډ نۀ يُو.
او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم.