2 مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو،
تا زۀ د غوښې او څرمنې نه جوړ کړم، او د هډُوکو او پټو په ذريعه دې يو ځائ وتړلم.
نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟
صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.
غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو،
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،