يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېريهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“
ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.