15 څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.
ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم.
او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.
او هغوئ زما په وجه د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.
په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.