2 تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.
ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى.
دا ولې؟ ځکه چې زۀ تاسو سره مينه نۀ کوم؟ خو خُدائ پاک ته پته ده چې زۀ تاسو سره مينه کوم.
زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟
ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟
زۀ دا ستاسو د ملامتولو دپاره نۀ وايم ځکه چې ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چې تاسو زمونږ په زړونو کښې داسې يئ چې کۀ مرګ وى او کۀ ژوند، مونږ تاسو سره يو ځائ يُو.
ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.
ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو.