چې کله هم موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته ننوتلو، نو هغۀ به پړده لرې کوله. او چې هغه به راووتلو، نو بنى اِسرائيلو ته به يې هغه هر څۀ وفرمائيل چې هغۀ له به يې د وئيلو حُکم ورکړے شوے وو،
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“