8 نو د دې دپاره زۀ تاسو ته خواست کوم چې هغۀ ته خپله مينه بيا ښکاره کړئ.
نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى.
ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.