6 د داسې سړى دپاره دغه سزا کافى ده کومه چې هغۀ د ډېرو خلقو نه وموندله.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بېګناه يئ.
څوک چې ګناه کوى، هغوئ د ټول جماعت په وړاندې ملامت کړئ د دې دپاره چې نور خلق هم وۀ يريږى.