Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 2:3
17 Iomraidhean Croise  

نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟


د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى.


خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم.


زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.


په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.


نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.


ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.


نو اګر چې ما تاسو ته وليکل، خو د دې مقصد دا نۀ وو چې څوک غلط کارونه کوى د هغوئ په حقله وليکم يا چا سره چې غلط کارونه کيږى د هغوئ په حقله وليکم، نه، بلکې د دې مقصد دا وو چې د مالِک خُدائ په وړاندې په تاسو ظاهره شى چې تاسو زمونږ دپاره څومره سرګرم يئ.


زۀ ځکه خوشحاله يم چې زما مکمل باور په تاسو دے.


خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،


کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم.


او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى.


زما په تاسو په مالِک کښې دا پوره باور دے چې تاسو به بل غلط تعليم نۀ منئ. خو خُدائ پاک به داسې کس ته سزا ورکړى، څوک چې تاسو ګمراه کوى، کۀ هغه هر څوک هم وى.


او ستاسو په حقله زمونږ په مالِک اعتماد دے چې تاسو اوس هم هغه کارونه کوئ او بيا به يې هم کوئ د کوم چې مونږ درته حکم کړے دے.


زما ستا په فرمانبردارۍ باور دے، زۀ درته دا ليکم او په دې پوهېږم چې تۀ به زما دا خواست پوره کړې، بلکې زما د وينا نه به زيات څۀ وکړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan